پیس مرض او درملنه یې

پیس د پوستکي یوه ناروغي ده چي د بدن پر بیلابیلو برخو د سپین رنګه لکو په ښکاره کېدو سره معلومیږي.
دا ناروغي د پوستکي د رنګ جوړونکو حجرو په خرابیدو سره منځ ته راځي.

دپیس ناروغۍ سبب څشي دی؟
د ناروغۍ سبب په دقیق ډول ندی معلوم اما د پیس د ناروغۍ په رامنځته کېدو کي ارثي او غیر ارثي سببونه رول لري،
د پیس ناروغۍ په منځ ته راوړلو کي مهم سببونه په لاندي ټوګه بیانیږي:
۱. پیس کیدای سي د معافیتي سیسټم یوه ناروغي و اوسي دا سیستم د عضویت نابلده عناصر (لکه مکروبونه، ویرسونه او پرازیتونه) پیژني او له منځه یې وړي، داسي فکر کیږي چي معافیتي سیسټم پر رنګ جوړونکو حجراتو د نابلده حجراتو په څیر عمل کوي او له منځه یې وړي.
۲. ارثي عوامل هم د ناروغۍ په منځ ته راوړلو کي رول لري او دا ناروغي په هغه کسانو کي ډیره لیدل کیږي چي نژدې دوستان یې په اخته وي.
۳.داسي ویل کیږي چي کله د رنګ جوړونکو حجراتو له خوا رنګ دانه یا میلانین تولیدیږي په همدې وخت کي اکسیداتیفی مواد هم تولیدیږي او د رنګ جوړونکو حجرو دلمنځه وړو سبب کیږی، د حجراتو په دننه برخه کي د انتي اکسیدانت سیسټم سم کارنکول د ازادو رادیکلونو د زیاتیدو سبب کیږي او د پیس ناروغي منځ ته راوړي.
۴. بیله شکه د پیس ناورغۍ په منځ ته راوړلو کي د شخص عصاب او روان هم تاثیر لري، لکه څنګه چي لیدل کیږي د پیس ناروغي د یو شدید غمګین او تشویشي حالت څه وروسته منځ ته راغلې یا هم د نخاعي او انسفالیټ د ضربې څخه وروسته، ویل کیږي چي د عصابو د نهایاتو څه د زهري موادو افراز د رنګ جوړونکو حجراتو د له منځه وړو سبب کیږي او په نتیجه کي یې د پیس ناروغي منځ ته راځي.
دا لیکنه تاسي ته د ډاکټر عبدالولي اعتماد لخوا چمتو سوېده.
د پیس ناروغي په کوم سن کي شروع کیږي؟
د پیس ناروغي په هر سن کي لیدل کيږي د ناروغۍ شروع د ماشومتوبه بیا د ژوند تر شپږمي او اومي لسیزي پوري لیدل سوېده، اماډیری د ځوانۍ په عمر کي د ۲۱ کلنۍ څه مخکي شروع کیږي. د ټولني د ۱ څخه تر ۲ فیصده نفوس د پیس په ناروغۍ اخته وي او هغه کسان چي نژدې دوستان یې په اخته وي کیدای سي دا فیصدي تر ۳۰ پوري ورسیږي.
د پیس ناروغۍ نښي کومي دي؟
و شیدو یا تباشیر ته ورته پر پوستکي د سپینو لکو منځ ته راتلل د پیس ناروغۍ یواځنی تشخصیه علامه ده، چي کیدای سي د پوستکي هره برخه په اخته سي. په لمړیو کي کوچنۍ لکه منځ ته راځي او د وخت په تېرېدو سره غټیږي، او کیدای سي چي نوي لکې هم منځ ته راسي ځیني وختونه لکې د پوستکي په یوه ځانکړي ساحي پوري محدودي وي او نه ډیریږي. د سپینو لکو د ډیریدو سرعت او یا داچي ایا محدوده پاته کیږي یا ډیریږي د وړاندویني وړ ندي. ځیني وختونه د اخته سوې ساحې وریښتان هم سپینیږي چي د ډاکټرانو لپاره د درملني په وخت کي یو لوی خنډ جوړوي.
درملنه
د پیس د لکو درملنه وخت غواړي او اوږدمهاله درملني ته اړتیا لري ځیني وختونه درملنه د یو څه تر دو کالو پوري دوام کوي، د پیس په درملنه کي بیلا بیليي لاري لکه د پوستکي د کریمونواستعمال، خوړونکي دواوي او شعاعي درملنه چي په الټراویولیټ (PUVA Therapy) او الټراویولیټ UVB شعاع په واسطه چي د ناروغ په عمر، د ناروغۍ د پیل په وخت، د ناروغۍ په پراخولي، د پوستکي په ساحه او د ناروغۍ په دوام( مخته تلونکی شکل یا ثابت شکل؟) پوري اړه لري، او اړوند شعاع ورته ترتیب کیږي.
هغه ټکي چي د پیس ناروغان باید په وپوهیږي:
۲.اندیښنه مه کوی ځکه چي اندیښنه کیدای سي د ناروغۍ وده تیزه کړي.
۳.پر پوستکي باندي د ضربې څخه مخنیوی وکړی، ځکه چي اکثره د پیس سپیني لکې په خوږ سوې ناحیه کي منځ ته راځي.
۴.و غذای مهالویش ته مو متوجه و اوسی د پیس ناروغانو په اړه ځیني غلط باورونه د غذا د پرهیز په اړه وجود لري چي باید عملي یې نکړو، لکه د لبنیاتو څخه پرهیږ، تروې میوې، د ماهي غوښه… د پوستکي د ډاکټرانو له نظره هیڅ ډول پرهیز د پیس ناورغانو لپاره نسته.
۵.د پیس ناروغانو لپاره د لمر د وړانګو څخه د پوستکي ساتنه ډیره اړینه ده ځکه چي د پوستکي رنګ د لمر په وړاندي قوي ساتونکی فکتور دی چي ده رنګ د لمنځه تلل پوستکی د لمر په مقابل کي ډیر تاواني کوي ( ژر زوړوالی،د پوستکي سرطانونه) نو لازمه ده چي پوستکي مو د لمر د وړانګو څخه وساتی، په یاد ولری چي ځیني وختونه د پوستکي متخصص کیدای سي د دوا تر څنګ لارښونه وکړي چي تر ټاکلي وخته پوري په ناروغۍ اخته برخي د لمر و وړانګو ته مخامخ کړی. د معاینه کونکي ډاکټر د امر سره سم عمل وکړی او د ټاکلي وخت تر ختميدو ورسته مو پوستکي د لمر د وړانګو څه وساتی.
د لمر ضد کریم استعمال، د پنډو لباسو اغوستل، د سایوان استعمالول او د سیوري ټاکنه هغه ګټوري لاري دي چي ستاسي پوستکی د لمر د وړانګو څخه ساتي.

هغه ټکي چي باید ټوله په و پوهیږو:

۱. د پیس ناروغي ساري نده، او ستاسي اړیکه د پیس ناروغانو سره ددې سبب نه کیږي چي تاسي په ناروغۍ اخته سی.
۲.هڅه وکړی چي د پیس د ناروغانو څخه هیڅ ډول نفرت ونکړی، او د یو عادي کس په څیر ورسره کړنه وکړی، په خواشینۍ سره زموږ په ټولنه کي د پیس د ناروغانو سره مناسبه کړنه نه کیږي او په همدې خاطر په ځینو حالاتو کي په پیس اخته ناورغان تر هغه ناروغانو چي درملنه یې ناشونې ده ډیر زوریږي چي علت یې ددوی څخه د نورو کسانو کرکه ده چي همدغه کرکه کونکي کسان د ناروغانو روانی او د ژوند کیفي حالت تر خپلي ناروغۍ ورته ډیر خرابوي.

څرګندون پریږدئ