د پوستکي خارش

خارش يو نه غوښتونکی احساس دی چي يو کس مجبوره کوي چي پوستکی و ګروي.
د خارش علتونه
د خارش علتونه ډېر زيات دي خارش کيدای سي د پوستکي يوه ساحه، يا هم ټول بدن په اخته و اوسي.
خارش کيدای سي په لاندي حالاتو کي وليدل سي.
۱: د پوستکي ناروغۍ
• وچ پوستکی
• د پوستکي التهاب( اګزيما )
• لړمه کي( اتوکاريا )
• ليکن پلان
• سوريازس
• ګرمکي
• و لمر ته برابريدل
۲: د پوستکي حساسيت او عکس العمل
• آرايشي مواد
• د کالو پريولو صابون او پوډر
• نيکلي فلزونه
• ځيني غذاوي او دواوي
• ځيني نباتات
۳: حشرې او مکروبونه (پرازيټونه)
• سکبيز پرازيټ ( د شپې لخوا د خارش سبب ګرځي)
• د سر شپږي، د تناسلي الې او بدن شپږي
• هغه حشرې چي نېښ لري
۴: ساري ناروغۍ
• شری
• ويروسي انتانات
• د پوستکي فنګسي ناروغۍ ( د پښو د ګوتو منځ  ) ورزش کونکو پښې  کيدای سي خارش ولري، د ورنونو طرفونه يا هم د بدن تناسلي برخي
۵: سيسټمي ناروغۍ
• شکره
• د ټايرويډ غدې ناروغۍ
• د ينې (ځکر) ناروغۍ
• د پښتورګو ناروغۍ
• لوکيميا يا د ويني سرطان
• هوجکن ناروغي
• د ويني کمښت
• حاملګي
د خارش درملنه
د خارش درملنه د سبب په پېژندلوسره کيږي نو ښه به داوي چي د پوستکي ډاکټر ته مراجعه وکړئ تر څو په دقيقه توګه مو د خارش تشخيص او درملنه وسي.

څرګندون پریږدئ