ناسا وایی: مریخ ته یې د انسانانو د لېږد دوه عمده مأموریتونه ځنډولي

ژباړه: قاسم امیري؛ د امریکا د فضایي څېړنو د سر څېړونکي دفتر څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي: » د ناسا لخوا د مخکیني مهال ویش په بنسټ٫ مریخ ته د انسانانو د لېږد زمونږ دوه عمده ماموریتونه له ممکنه ځنډ سره مخ شوي.« څېړونکي وایي داسې اټکل کیږي چې ناسا مریخ ته د (اوریون) فضايی کپسول دوه لمړني ماموریتونه ځنډولي وي. د (اوریون) په فضایي او څيړنیز ماموریت کې پلان وو چې فضايي څېړونکي لمړی د ځمکې مدار او هلته له لنډې دمې وروسته بیا مریخ ته واستول شي. د ناسا د سرڅیړونکي دفتر څخه په خپره شوې اعلامیه کې د دې ماموریتونو د ځنډ عمده لاملونه د دوی په وړاندې شته مالي او ځينې فني ستونزې په ګوته شوې چې ګني د دې کپسول د پر وخت چمتووالی او لېږد په وړاندې خنډ ګرځېدلې.
د مخکیني مهال ویش په بنسټ؛ داسې تمه کېده چې دا کپسول د را روان ۲۰۱۸ زیږدیز کال د نومبر په پیل کې واستول شي. د اوریون کپسول چې په SLS لېږدوونکي سیسټم مجهز دی. دا د بشر په لاس تر دې دمه تر ټولو ځواکمن فضا ته توغوونکی کپسول بلل کېږي.
د همدې کپسول دویم ځل توغول چې مریخ ته تلونکي فضایي څېړونکي پکې استول کېږي٫ د ۲۰۲۱ کال په اګسټ میاشت کې مهالیز کړل شوی وو. په خپره شوې اعلامیه کې همدارنګه راغلي چې د ناسا لخوا مریخ ته ځانګړي شوي دوه عمده څیړنیز ماموریتونه (EM1, EM2) د یو لړ فني او مالي ستونزو له امله له ځنډ سره مخ شوي. په خپره شوې اعلامیه کې دې ټکي ته هم اشاره شوې چې د (اوریون) کپسول د فضايي موډل جوړولو چارې د اروپا د فضایی بنسټ لخوا پر مخ وړل کېږي. موډل جوړوونکي ډلې د اوریون کپسول په باندیني برخه کې د تودوخې په وړاندې د مقاومت کوونکي Layer په جوړښت کې د یو لړ بدلونونو په راوړلو سره موافقه کړې چې دا پخپله د دې کپسول په جوړښت کې اساسي بدلون ګنل کیږي او د دې بدلونونو لا څیړل او تطبیق اضافي وخت ته اړتیا لري. په اغلب ګومان کېدای شي د اوریون په تخنیکي جوړښت کې د فنی ستونزو څخه موخه د همدې Layer په جوړښت کې بدلون راوړل وي.د اعلامیې په اوږدو کې ناسا همدارنګه ګوتڅنډنه کوي چې کېدای شي دوی د دې ماموریتونو لپاره د مالي ستونزو او د دولت لخوا په ځنډ د مالي وجوهاتو د لېږد له امله له نور ځنډ سره هم مخ شي. د مخکیني مهال ویش له مخې: مریخ ته د انسانانو د لېږد ماموریت تر ۲۰۳۳ ز کال د ۳۳ بېلیون ډالرو په لګښت اټکل شوی وو.

څرګندون پریږدئ